په لوګر کې د اربکيانو روان ناورين
ليکوال: صمد خان غر ليکوال: صمد خان غر

 

 

SAMADKHANGHAR@GMAIL.COM

دا ډيرې ورځې کيږي چې په لوګر کې ډول ډول زور زياتي روان دي. د سجاوند بمبار او د اربکيانو زور زياتی يي هغه خبرې دي چې بايد د ډيرو رسنيو د خبرونو سرټکي وای خو افسوس.

له ادارې پلوه خو دې ولايت ته ولايت نه شو ويلای، ځکه له پيله بيا تر پای پورې پکې چيرې هم د ښه شخصيت لرونکی نه والي شوی او نه هم ولسوال يا د ملي شورا غړی.

په نورو ولايتونو کې په زناوو، غلاوو، بدمعاشۍ تورن دې ولايت ته د والي په توګه راځي په تيرو لسو کلونو کې له ډاکټر فضل الله را نيولې بيا تر اوسني اقبال عزيزي پورې په ټول هيواد کې رټل شوې څيرې په دې ولايت کې ولايت کوي.

اوس اوس په دې ولايت کې بل را پيدا شوی ناورين د شمال ټلوالې پخواني ټوپکمار اربکيان دي، چې نوی يي د دې ولايت د برکي برک په ولسوالۍ کې  چې په تيرو کلونو کې نا امنه او په روان کال کې به تر نورو کلونو هم ډيره ناامنه شي په کار پيل کړی  دی.

دا اربکيان په دې ولايت کې په زرګر قوم پورې تړلي دري ژبي دي چې تر ډيره د تعصب، قيمار، غلاوو، بدمعاشيو، زناوو او ډيرو نورو شوکو پوره تجربه لري.

ښه به وي چې په لومړي سر کې دا کسان لږ درته معرفي کړم:

د دې کسانو مشري په اوس حال کې زمری کوی، زمری د برکي برک ولسوالۍ د برکي راجان د سيمې دی او په قوم زرګر دی چې زرګر په دې ولسوالۍ کې د شته دري ژبو د قوم يوه برخه ده، دوی له نن څخه لس کاله وړاندې د ډاکټرفضل الله تر مشرۍ لاندې چې ښاغلی مجددي هغه وخت په دې ولايت کې د ۳۶ پلې فرقې قومندان و تر امر لاندې کار کاوو، وروسته ورته د برکي راجان په بازار کې د پوليسو تش په نوم ماموريت وسپارل شو، ډير وخت يي هلته په خلکو ډول ډول ظلمونه وکړل، خو بالاخره خلک اړ شول چې د طالبانو پلوي وکړي څو دا پوسته له منځه يوسي، همداسې وشول په دې ولسوالۍ کې لومړنۍ ډزې او د طالبانو لومړنی خوځښت پر دې پوسته تر بريد وروسته پيل شو او په پای کې دا پوسته ړنګه شوه خو د طالبانو خوځښت ته دليل په لاس ورغی او نن پکې په پوره زور سره شتون لري.

کله چې د ډي ډي آر( DDR) يا بې وسلې کولو پروسه پيل شوه دا کسان ډي ډي آر او فضل الله د لوګر والي شو خو ډير وخت به يي لا ولايت نه و کړی چې  ټاکنې پيل شوې او ولسي جرګې ته يې ځان نوماند کړ له هغه ځايه ولسي جرګې ته بريالی شو او څلور کاله يي د لوګر په نوم يوازې معاش واخيست او بس.

تر دې مودې وروسته نور يي په لوګر کې د کونې ځای نه و نو يي ځان  په کابل کې نوماند کړ اوهم به يي  ډاکټر عبدالله ته په تير ټاکنيز کمپاين کې نارې وهلې خو د کابل ښاريان يي له شره خلاص شول او ناکام شو، څو کاله په کور ناست و خو تر څو کلونو وروسته يو ځل بيا په لغمانيانو وا وښت او د لغمان والي شو چې اوس هم هلته راج چلوي.

د لغمان پخوانۍ والي چې په ختيځ کې په نازيه اقبال مشهور دی د لوګر والي شو، دې ښاغلي په لوګر کې لومړنی کار دا وکړ چې اربکيان يي په دې ولايت کې مقرر کړل. څو ورځې وړاندې په دې اړه ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل، خو چاته وايي، لوګر والله که څوک په خيرات کې هم قبلوي او علت يي دا دی چې د دې ولايت شته استازي، سناتوران ډير بې شعوره خلک دي.

څو ورځې وړاندې د ولايتي شورا بې شعوره مشر عبدولي وکيل په سبا ټلويزيون کې وويل چې په لوګر کې هيڅ خبره نشته خير او خيريت دی. نوموړي وويل چې په لوګر کې په تير شوي يو کال کې يوازې يو ځانمرګی بريد شوی دی دی به داسې خيال کوي چې يوازې ځانمرګی بريد د نن ورځې جګړه ده خو داسې نه ده ځکه په لوګر کې ځانمرګي بريد ته اړتيا نشته په سلو کې اتيا د وسله والو په لاس کې دی او اداره يوازې په مرکز او د ولسواليو په څو ودانيو کې ده.

خو د ولايتي شورا کيسه به زه درته وکړم، دوی په ولايتي شورا کې يو ميلمستون جوړ کړی دی هلته د ورځې تر نهو بجو ويده وي او تش خوبونه کوي او غرمه هم شورا بار ويه او ګيډې ډکوي کابل ته چې راشي د خلکو د درد په ځای باټې وهي او له لوګره نيويارک جوړ کړي، خو لوګر اوسمهال نيويارک نه بلکه د افغانستان د شته ځمکې پر سر دوزخ دی، او که تاسو دې استازو ته قسم ورکړۍ دوی په تيرو کلونو کې له مرکز څخه هم نه دي وتلي که وتلي هم وي له کابل څخه د ورغلي لوړپوړي پلاوي په هليکوپتر کې به کومې سيمې ته تلي وي، د لوګر په ولايتي شورا کې شته تش په نوم يوه ميرمن ده چې نوم يي نه راځي دې آغلې داسې کارونو ته ملا تړلې چې توبه توبه، خو اقبال عزيز به ښه ورته خوشاله وي ځکه اقبال عزيزي له سوټۍ ډير په عذاب دی.

د ولسي جرګې غړي يي هم هر يو په خپل وار سره په خپلو تجارتونو بوخت دي اکبر ستانکزی په لوګر کې د امريکايي بيس، دکرش، بیارغونې او ان سپتيک څاوو ټيکه دار دی همدارنګه د ده علمي شعور دومره دی چې په لوګر کې يې يو خصوصي ښونځی جوړ کړی دی چې تجارت پکې کوي او يوه يي اونيزه جوړه کړې چې دوی ورته ملي هيلې خو اصل کې ملي ناهيلي ده نوم ورکړی هلته يې پکې يوازې خپل مردار انځور لګولی وي، دې ښاغلي ولسي جرګې ته له راتګ سره سم څو پرمختګونه وکړل، يو خو دا چې نور قانوني وسله لرونکی شو، د خلکو استازو شوی، او بل دا چې نوی واده يي هم وکړ، ځکه اوس وکيل دی بايد ځوانه ښځه ولري، چې د دې پيغلې کورنۍ ته يي هم ځينې امتيازونه ورکړي دي چې که اړتيا وه بيا به يي درته يادونه وکړم، صاحب خان کله کله يوه نيمه خبره خو سخت ډارن دی، شکيلا هاشمي په عشق کې ډوبه ده او اوس هيڅ خبرې نه کوي ، دا چې ساداته ده په اول سر کې يي په دې ولايت کې ځان د موټر پلرونکو مور جوړ کړی و او ډير د بارګينونو وال يي زامن و چې څو ورځې وړاندې يي يو کس د يو مينه ناک کيسه راته وکړه چې دلته يي څو ورځې وړاندې په کابل کې د ياد شوي ځوان په اننګيو لاس وهلی و، علي محمد خو د آزادۍ راډيو د خاموشۍ پادشا ده خو زامنو يې د کلنيک په نوم په پل باغ عمومي کې ټول ملت چور کړ په تيرو ټاکنو کې يي زامنو په مرکز پل علم کې خلکو ته ويلي و چې که څوک رايه ورنکړي دومره پيسې لري چې يوه رايه په پنځه سوه ډالره هم واخلي، خلک د پنځو زرو خبره کوي خو زه به مبالغه نه کوم.

پرون لوګر ته تلی ووم او د برکي برک په ولسوالۍ کې مې له ډيرو خلکو سره مجلسونه وکړل، د دې ولسوالۍ ډيری اوسيدونکو راته د اربکيانو ډول ډول کيسې وکړې، چې د خلکو وهل، د ږيرو لرونکو ګواښل، د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر په څير د خلکو د ويښتانو قيچي کول، بيځايه د خلکو ځورول،په خلکو د ککړې مولۍ او ټليفون د ميموري خوړل يي کيدای شي سر ټکي وي.

د دوی په منځ کې څو تنه د ښونځي زده کونکو هم و دوی راته وويل چې په برکي راجان کې کله چې له ښونځي رخصتيږي نو اربکيان چې تر ډيره دري ژبي وروڼه دي دوی ګواښوي چې (( افغان ديګه پشتو نګويي پاړسي بګو)) دا يي لا بله، زه نه پوهيږم ولې دوی دومره بې شعوره دي چې اوس پښتون د ږيرې، لونګۍ او.... ترڅنګ په ژبه هم ګواښل کيږي.

د سميې ډيری اوسيدونکي له څو ګواښونو سر مخ دي:

۱ـ د طالبانو ډيروالۍ، او په دې ولايت کې که شپې وروسته وي يا وړاندې د ژبني جنګ د پيل د اور بليدل.

۲ـ اربکيان، دا ډله د خلکو په عزت، انساني کرامت هيڅ ډول بند او خلاص نه دي، چې بره يي د ځينو کړنو يادونه وشوه.

۳ـ مختلط جوړښت، دا هغه ستونزه ده چې لوګر په نن سبا کې سخت ترې رنځ وړي په دې ولايت کې د خلکو ټيټې علمي کچې ته په کتو سره د دې ډار شته دی چې لوګر به نور په کليو و ويشل شي او د يو کلي خلک به بل کلي ته نشي تلای.

۴ـ په دې ولايت کې د بيارغونې او کاري موکو نشتوالی.

دا ټولې هغه ستونزې دي چې په خپل وار سره خلک ګواښوي، په تيرو کلونو کې خلک له طالبانو تنګ و، خو اوس يي ډيری خلک ننګه کوي، ځکه طالبانو په تيرو کلونو کې يوازې د ګوتو په شمار خلک بيولي دي خو داسې وحشت يي نه دی کړی لکه شته اداره او اربکيان يي چې کوي.

د سجاوند کيسه رسنيو مفصله را ونه خيسته ځکه چې مظلومان دي، خو په دې سيمه کې د تيرې اونۍ په زور زياتي کې له يو کور څخه څلور تنه، له بل کور څخه درې تنه او په يو بل کور کې هم دوه تنه په شهادت رسيدلي دي، ان تر دې چې د يو تنکي ځوان جنسي آلت په سپيو خوړل شوی و او د سختو ټپونو او درملو د نشتوالي له امله يي وړمه ورځ ساه ورکړې.

دا منو چې هلته طالبان و خو د ملکي وګړو ګناه څه وه، ملکي وګړي نه د اربکي زور لري، نه هم د ملي اردو او امريکايي وحشي سپيشل فورس.

زه د ولسمشر کرزي، کورنيو چارو وزارت، ملي امنيت له عمومي رياست او په ټول کې له شته نظام څخه غوښتنه کوم چې نور دې لوګر له دې ډيرو شرونو وژغوري او په لوګر کې شته ناورين ته دې پای ټکی کيږدي، ځکه لرې به نه وي که د دې کړنو مخه ونه نيول شي، د لوګر خلک به سل په سلو کې د طالبانو ملاتړ وکړي چې بيا يي پايلې دولت او ملت ته ډيرې خطرناکې وي.


April 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات